!مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې د دیارلسمې دورې د فراغت غونډه په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه



!مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې د دیارلسمې دورې د فراغت غونډه په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه

عکس صفحه

مستقبل د لوړو زده کړو مؤسسې د دیارلسمې دورې د فراغت غونډه په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه!

ورځ: یک شنبه نېټه: 1402/09/26 (2023/12/17) هـ . ش

په یاده غونډه کې له ( حقوق او سیاسي علومو، انجنیري او شرعیاتو پوهنځیو) څخه یو شمېر فارغ محصلین افغاني ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. غونډه کې د مستقبل پوهنتون علمي چارو مرستیال او اداري پرسونل، ګڼو علمي شخصیتونو، د امارت منسوبینو، د محصلینو اولیآؤ او د پوهنتون زده کړیالانو ګډون درلود.

د فراغت لمانځغونډه د مستقبل د لوړو زده‌کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځي محصل، قاري صاحب واحدالله له لوري د قرآن عظيم‌الشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل شوه.

ورپسې د مستقبل د لوړو زده‌کړو مؤسسې رئيس ښاغلي پوهندوی دوکتور شفیق الله امین د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې د رهبرۍ شورأ مشر الحاج میر افغان صافي صاحب پیغام یې وړاندې کړ او بیا یې د علم او پوهې پر اهميت مفصلې خبرې وکړې او محصلینوته یو لړ سپارښتنې وکړې، ترڅو چې دوی په ژوند کې هدف وټاکي، په هر کار کې له اخلاص او صداقت نه کار واخلي، د والدینو اطاعت، له حکومت سره ملاتړ او سالم رقابت وکړي.

د خبرو په پای کې رئیس صاحب د اسلامي امارت په لاسته راړونو هر اړخیزه رڼا واچوله او يو ځل بيا یې فارغو محصلانو او د فارغ محصلانو کورنيو ته د فراغت په وياړ مبارکي وويله او د هغوی له استعدادونو يې يادونه وکړه.

ورپسې د کابل ولایت، د بګرامي ولسوالۍ تعلیمي حوزې آمر محترم مولوي حضرت بلال حنفي وینا وکړه او فارغو محصلانو ته یې د ډاډ ورکولو تر څنګ یو لړ مهمې سپارښتنې هم وکړې او ویې ویل، چې د دیني زده‌کړو ترڅنګ عصري زده‌کړې ترلاسه کول محصلینو ته هم ډېر مهم دي.

همدارنګه د فارغو محصلانو په استازیتوب د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی فارغ‌ التحصيل قاري امیدالله سراج خبرې وکړې، د مستقبل پوهنتون له ګڼو امکاناتو، په څلور کلن تحصيلي بهير کې بېلا بېلې خاطرې، د مستقبل پوهنتون له ادارې او درنو استاذانو یې مننه وکړه چې محصلان یې په پوره اسلامي او افغاني روحیه په علم سمبال وروزل او د تحصیل په جریان کې یې په ټولو برخو کې پراخ امکانات ورته چمتو کړي وو.

د فراغت په وياړ چمتو شوې لمانځغونډه کې اول نمره‌ګانو ته ستاینلیکونه او فارغو محصلانو ته تصدیقونه په منظم ډول ووېشل شول او غونډه د شرعیاتو پوهنځي د استاذ ښاغلي محمّد بهادر حنیف له لوري په دعاء پای ته ورسېده.

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت لخوا

آخرین خبرها :

آخرین نشریات :